د زمبابوې پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې دوستانه لوبه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i37547-د_زمبابوې_پر_وړاندې_د_کرکټ_د_ملي_لوبډلې_دوستانه_لوبه
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د افغان ملي لوبډلې د راتلونکو لوبلړیو نېټې په ډاګه کړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
عقرب 09, 1403 12:35 Asia/Kabul
  •  د زمبابوې پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې دوستانه لوبه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د افغان ملي لوبډلې د راتلونکو لوبلړیو نېټې په ډاګه کړې.

کرکټ بورډ د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې، ملي لوبډله به یې د ډسمبر له نهمې نېټې د نوي دوه زره پنځه ویشتم زېږدیز کال د جنورۍ تر شپږمې نېټې پورې له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړي.دغه لوبلړۍ چې د زمبابوې په کوربه‌توب ترسره کېږي په‌کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ سيالۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.کرکټ بورډ لیکلي، د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې په نهمه، یولسمه او دولسمه نېټه وي.دغه‌راز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې په پنځلسمه، اوولسمه او نولسمه نېټه ترسره شي.د دې ترڅنګ د ټېسټ سیالیو لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په شپږویشتمه پیل او په دیرشمه نېټه به پای ته ورسیږي او دویمه ټېسټ سیالي بیا د جنورۍ میاشتې په دویمه نېټه پیل او په شپږمه نېټه به یې اخري ورځ وي.