د دوحې څلورمې ناستې ترسره کولو لپاره چمتووالی
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړيو استازو څلورمې غونډې جوړېدو خبر ورکړ
د ځینو سرچینو په وینا، د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري دیکارلو په دې اړه په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د قطر له دایمي استازي عالیا احمد بن سیف الثاني سره خبرې کړې دي.د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د قطر د حکومت او د سیاسي چارو او سولې وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو او همدارنګه د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.اعلامیې زیاته کړې، دواړو لورو د دوحې په دریمه ناسته کې له رامنځته شوې مثبتې فضا څخه د ګټې اخیستنې اړتیا ته په اشارې سره په دوحه کې د څلورمې ناستې د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.خو ملګرو ملتونو د دې غونډې د نېټې په اړه څه نه دي ویلي