سنبله 15, 1403 18:16 Asia/Kabul

د یوناما د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې یوناما به په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د هېوادونو او خصوصي موسسو له استازو سره غونډه ترسره کړي.