د یمن د انصارالله له غبرګون څخه د صهیونیستي رژيم ویره
سرطان 31, 1403 17:48 Asia/Kabul
د غزې د جګړې په دوه سوه نهه اتیایمه ورځ هم د اسرائیلو اشغالګر پوځ د غزې د تړانګې پر مختلفو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده، چې صهیونیسټ رژیم پرون ماښام د یمن د ولس په خلاف ستر جنایت ترسره او د یمن د حدیده بندر د تیلو ټانکونه یې په نښه کړل.