د اختر په ورځو کې هوایی ډزی کول منع دي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i32032-د_اختر_په_ورځو_کې_هوایی_ډزی_کول_منع_دي
د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د "امنيتي او تصفيوې" کمېسيون د حکم له مخې، د کوچني اختر په مناسبت هر ډول هوايي ډزې کول منع دي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 22, 1403 13:31 Asia/Kabul
  • د اختر په ورځو کې هوایی ډزی کول منع دي

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د "امنيتي او تصفيوې" کمېسيون د حکم له مخې، د کوچني اختر په مناسبت هر ډول هوايي ډزې کول منع دي

نوموړي پرون مازدیګر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې هوايي ډزې یو ناسم عمل دی چې د خلکو د ځورولو او کله کله د ټپي کېدو او وژل کېدو لامل کېږي.هغه خبرداری ورکړی؛ هغه کسان چې له دې امر څخه سرغړونه کوي له قانوني چلند سره به مخ شي.د سرپرست حکومت ویاند دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې ډېری هغه کسان چې په بېلابېلو وختونو کې هوايي ډزې ترسره کوي؛ د سرپرست حکومت غړی دي. ځکه چې ګرمي سلاوی اکثره د دوی په اختیار کې دي