ذبیح الله مجاهد: دوه امریکایان له مونږ سره بندیان دي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i31646-ذبیح_الله_مجاهد_دوه_امریکایان_له_مونږ_سره_بندیان_دي
د سرپرست حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد تاييدوي، چې د دوى له لوري دوه امريکايان او يو شمېر نور بهرني اتباع نيول شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 13, 1403 10:34 Asia/Kabul
  • ذبیح الله مجاهد: دوه امریکایان له مونږ سره بندیان دي

د سرپرست حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد تاييدوي، چې د دوى له لوري دوه امريکايان او يو شمېر نور بهرني اتباع نيول شوي دي.

نوموړي ویلي، دغو کسانو له قانونه سرغړونه کړې او همدا د دوى د نيولو لامل دی.هغه ټینګار کړی هر هغه څوک چې افغانستان ته سفر کوي باید د خپلو قوانینو مطابق چلند وکړي.مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: دغه نیول شوي امریکایانو شمېر دوه تنه دی او تر اوسه څرګنده نه ده چې دوی ولې دې هېواد ته راغلي وو. ښاغلي مجاهد زیاته کړې مونږ نه پوهیږو چې دوی په کومه موخه افغانستان ته را دننه شوي وو دا چې هر څوک بل هېواد ته سفر کوي قانوني حق لري خو دوی مکلف دي چې د افغانستان قانون ته درنښت وکړي.