د مصر او ایران بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i31645-د_مصر_او_ایران_بهرنیو_چارو_وزیرانو_ترمنځ_ټلیفوني_خبرې
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري تیر ماښام د تلیفوني اړیکې له لارې د فلسطین ترڅنګ پر یوشمېر دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې کړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 13, 1403 10:32 Asia/Kabul
  • د مصر او ایران بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري تیر ماښام د تلیفوني اړیکې له لارې د فلسطین ترڅنګ پر یوشمېر دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې کړي دي.

په دې ټلیفوني اړیکه کې د ایران او مصر بهرنیو چارو وزیرانو په دوه اړخیزو اړیکو همدا راز په دې وروستیو میاشتو کې د مثبتو پرمختګونو په هکله هم خبرې اترې کړي دي.دغه راز دواړو لورو په جینوا کې د دواړو هېوادونو د وزیرانو د وروستۍ مهمې ناستې د پایلو او د دواړو هېوادونو د سیاسي مشرانو د ارادې پر بنسټ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم سلا مشورې کړي دي.په دې چوکاټ کې او په ریاض کې د ایران او مصر د ولسمشرانو له مهمې غونډې وروسته، دواړو لورو موافقه وکړه چې د تهران او قاهرې ترمینځ د اړیکو د پراختیا په لړ کې به د اړیکو او غونډو ته دوام ورکوي.