په آزاده مبارزه کې د وحید نژند سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i31317-په_آزاده_مبارزه_کې_د_وحید_نژند_سیالۍ
په جرمني کې مېشت افغان ورزشکار وحیدالله نژند د چک جمهوریت اوسېدونکي سیال ته ماتې ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 05, 1403 10:47 Asia/Kabul
  • په آزاده مبارزه کې د وحید نژند سیالۍ

په جرمني کې مېشت افغان ورزشکار وحیدالله نژند د چک جمهوریت اوسېدونکي سیال ته ماتې ورکړه.

د اکتاګون سازمان چې د دوی سیالیو په لاره اچوونکی دی خبرورکړی، چې د افغانستان له لوري وحیدالله نژند د چک جمهوریت لوبغاړي "یاکوب باهنیک" ته ماتې ورکړې ده.دغه سيالۍ د جرمني په شتوتګارد ښار کې ترسره شوې او دواړو لوبغاړو په څلور اویا کيلوګرامه وزن کې سيالي وکړه، په دې سياليو کې وحيدالله نژند په لومړي پړاو کې ماتې وخوړه، خو په دويم او درېيم پړاو کې يې خپل سيال ته په ماتې ورکړه.همدا راز د یادونې وړ ده چې د نوموړي مخالف سیال تر دې وړاندې نهه سیالۍ ګټلې وې او څلور یی بایللې وې او دا په ازادو سیالیو کې د نوموړي پنځمه مسلکي ماتې شمېرل کیږي.