جوزا 15, 1402 18:40 Asia/Kabul

پاکستانۍ رسنیو د رسمي سرچینو له مخې ویلي چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته ویلي چې له پاکستاني طالبانو سره به یوازې هغه مهال خبرې وکړي چې دغه ډله وسلې کېږدي او تسلیم شي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو اترو غوښتونکي دي خو په اوسنیو حالاتو کې اسلام اباد نور هڅه نه کوي چې د پاکستان له تحریک طالبان سره خبرې اترې وکړي.د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په میاشت کې د افغان طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته، پاکستان له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې پیل کړې.ایکسپریس ټریبیون لیکي چې اسلام اباد په ښه نیت له دغې پروسې سره یوځای شو ځکه چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د زور کارولو ته چمتو نه وو.دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي چې د پاکستان حکومت نور له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې نه غواړي او پرځای یې، پر افغان طالبانو غږ کړی چې د پاکستاني طالبانو له خوا ورپېښ ګواښ سره مقابله وکړي.

تگ