جوزا 03, 1402 18:41 Asia/Kabul

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو د ډېرېدا له امله د بیړنی حالت خبر ورکړی دی.

په دغه راپور کې د دې ناروغۍ ډېروالی د مارچ او اپریل په میاشتو کې ښودل شوی دی.دغه سازمان وايي چې دغلته د مارچ په میاشت کې د کرونا له امله څلور تنه مړه شوي خو دا شمېر په اپریل کې ډېر شوی او نهو ته رسېدلی دی.د دغه راپور له مخې؛ د اپریل په میاشت کې، عامه لابراتوارونو ته شپاړس زره تنه د معاینې په موخه تللي دي.دغه شمېرې ښيي چې د مارچ په پرتله په اپريل کې د ناروغانو شمېر له لس اعشاريه اته سلنې څخه اووه ویشت اعشاريه څلور سلنې ته لوړ شوی دی.دا شمېره په داسې حال کې ورکول کیږي چې د نړۍ روغتیايي سازمانونو د کرونا په برخه کې د درملنې د متخصصو مرکزونو له سخت کمښت یادونه هم کړې ده.دا ستونزه په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه د زرګونو روغتیايي کارکوونکو په وتلو سره لاپسې ډېره شوې ده.

تگ