د خبر برخه
-
په ۲۰۲۵ کال کې د بهرنیو چارو وزارت لاسته راوړنې
جدی 17, 1404 16:34د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغانستان په تیر کال کې په امنیتي او اقتصادي برخو کې بې ساري پرمختګونه لیدلي دي.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې ګمرکي چارې بندې دي
جدی 17, 1404 16:32د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې ګمرکي چارې په بشپړه توګه تړلې دي دي.
-
غزه کې یو میلیون کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
جدی 17, 1404 16:31د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستفان دوجاریک ټینګار وکړ چې خیمې په غزه کې د سرپناه اصلي او یوازینۍ انتخاب نه شي کیدی، ځکه چې دوی یوازې د غزې اوسیدونکو لپاره لنډمهاله ساتنه چمتو کوي.
-
ونزویلا په چارو کې پر نه لاسوهنې د یاد هېواد ټینګار
جدی 17, 1404 16:29د ونزویلا موقت ولسمشرې دلسی رودریگیز د هیواد د حکومتدارۍ په اړه د ټرمپ د ادعاوو په ځواب کې وویل چې "هیڅ بهرنی قدرت په ونزویلا حکومت نکوي." هغې په وینزویلا د امریکا د پوځي یرغل د قربانیانو لپاره د اوو ورځو ملي ماتم هم اعلان کړ. VC
-
د سوریې حلب ولایت کې د شخړو دوام
جدی 17, 1404 16:28په سوریه کې رسنیو راپور ورکړی چې په حلب ښار کې د لنډمهاله حکومت او د سوریې د دیموکراتیک ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.
-
بنیامین نتنیاهو؛ "په تاریخ کې تر ټولو کرکجن مجرم"
جدی 17, 1404 16:26د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د صهیونیستي رژيم لومړی وزیر په تاریخ کې تر ټولو کرکجن مجرم بللی او ویلي یې دي چې د بنیامین تانیاهو دروغ د ایران په خاوره د یاد رژیم او امریکا د بریدونو لامل شوي دي.
-
د پاکستان د پوځ ویاند څرګندونو ته د مجاهد غبرګون
جدی 17, 1404 16:24د سرپرست حکومت ویاند د پاکستاني پوځ د ویاند د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان پوځي چارواکو څرګندونې غیر مسؤلانه او پاروونکې وبللې او هغه یې وغندلې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جدی 16, 1404 17:10د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
بنګلادېش کې د هند غوره لیګ د سیالیو خپرول منع شول
جدی 16, 1404 17:08د بنګلهدېش موقت حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هند د کرېکټ د غوره لیګ د نوي فصل د سیالیو خپرول یې منع کړي.
-
په نیویارک کې د نیکلاس مادورو محکمه وشوه
جدی 16, 1404 17:05په نیویارک کې د نیکلاس مادورو د محاکمه کولو او د محکمې د ودانۍ بهر د نوموړي د پلویانو له لاریون سره همهاله په ونزویلا کې سیاسي او امنیتي بدلونونو زور اخیستی ، په کاراکاس کې لنډمهاله ولسمشرې لوړه وکړه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا د کړنو د پایلو ارزونه پیل کړه