د خبر برخه
-
د ځوانانو اسیا جام کرکټ سیالۍ
عقرب 28, 1404 17:27د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله د ځوانانو اسیا جام شل اوریزو سیالیو په خپله دریمه لوبه کې له هانګ کانګ سره مخ شوه.
-
لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستي پوځيانو برید
عقرب 28, 1404 17:26د فلسطین رسنیو د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټي ځواکونو لخوا د پراخو چاپو خبر ورکړ.
-
د لبنان په جنوب د صهیونیستي رژیم ډرون برید
عقرب 28, 1404 17:26تېره شپه د لبنان په جنوب کې د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ باندې د صهیونیستي رژیم د بې پیلوټه الوتکې برید پنځلس کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړل. صهیونیستي رژیم ادعا وکړه چې د حماس روزنیز مرکز یې په نښه کړی دی، خو حماس دا ادعا رد کړه او وايي چې دوی د لبنان په کډوالو کمپونو کې تعلیمي اسانتیاوې نلري.
-
د غزې په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک څخه د ایران اندېښنه
عقرب 28, 1404 17:24د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د غزې په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک د احکامو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي فعالیتونو وده
عقرب 28, 1404 17:23په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د سحر افغانستان تلویزیون چراغ سرخ خپرونې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې تهران ایران ته د افغان صادراتو د زیاتوالي ملاتړ کوي. هغه وویل چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې مخ په زیاتیدو دي او د همکارۍ پراختیا لپاره اړین زیربناوې چمتو شوي دي.
-
هند ته د صنعت سوداګرۍ وزیر سفر
عقرب 28, 1404 17:22د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ولاړ.
-
پاکستان سره د ستونزو پر حل کولو د کابل ټینګار
عقرب 28, 1404 17:19د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان هیڅکله په هیڅ هیواد برید نه دی کړی او هیڅکله به یې ونه کړي. هغه زیاته کړه چې که د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې شي، نو دا د افغانانو حق دی چې د خپل هیواد له خاورې دفاع وکړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 27, 1404 16:43د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
افغانستان سره د ملګرو ملتونو سازمان په دوه ګوني چلند د متقي نیوکه
عقرب 27, 1404 16:42د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو ادارو سره د همغږۍ په پنځمه غونډه کې د افغانستان د خلکو په وړاندې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په دوه ګوني چلند نیوکه وکړه.
-
د سرپرست حکومت او ایران بهرنیو چارو وزیرانو سلامشورې
عقرب 27, 1404 16:41د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا په تلیفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچونو د حل په اړه خبرې وکړې. په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اعلان وکړ چې تهران به د دسمبر په میاشت کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کړکیچونو د کمولو لپاره د یوې غونډې کوربه وي.