-
د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي: موږ ننۍ لوبې ته پوره چمتووالی لرو
سنبله 12, 1402 07:13د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پرون شنبه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل لوبډله یې دې سیالۍ ته چمتو ده او دا چې دواړه ښې لوبډلې سره مخامخ دي.
-
افغان لوبډل نن له بنګلهدېش سره مخ کېږي
سنبله 12, 1402 07:00د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د کرېکټ اسیايي جام په سیالیو کې له بنګله دېش سره لوبه لري.
-
د پاکستان او هندوستان لوبه د باران له امله مساوي شوه
سنبله 12, 1402 06:56د اسیايي جام د شنبې د ورځې په سیالۍ کې د پاکستان او هندوستان لوبډلې مخامخ شوې. پچه هند وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
-
یاران لوبډلې د بریټېش افغان کرکټ فیسټیول اتلولي وګټله
سنبله 12, 1402 06:47د انګلستان په پلازمېنې لندن کې د بریټېش افغان کرکټ فیسټيول سیالۍ د یاران کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
-
هندوستان، پاکستان ته د ګټې له پاره د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه
سنبله 11, 1402 15:54د لوبې پچه هندوستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې و کړه. هندوستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو دوه سوه شپږشپېته منډې وکړې.د هندوستان په لوبغاړو کې کیشیا او هارتیک پانډیا ښه وځلېدل او په ترتيب سره يې دوه اتیا او اووه اتیا منډې وکړې.
-
د پاکستان هاکي لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته يې لار ومونده
سنبله 11, 1402 14:21د پاکستان د هاکي لوبډلې عمان ته په ماتې ورکولو سره د اسیا جام پنځه اړخیز لوبو پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
-
د هند لوبډلې ته ګوزار: کی ایل راهول د اسیا جام په لومړیو دوو لوبو کې نشته
سنبله 08, 1402 14:41د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند لوبډلې توپ وهونکی کی ایل راهول د اسیا جام له لومړیو ۲ سیالیو بهر شوی دی.
-
بابر اعظم لومړنی توپ وهونکی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو چټکې ۱۹ سلیزې ووهلې
سنبله 08, 1402 14:34بابر اعظم په ملتان کې د روان اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نیپال پر وړاندې د سلیزې په وهلو سره دغه ویاړ ترلاسه کړی.
-
د اسيا جام کرکټ سیالۍ د پاکستان او نیپال په لوبه پیل شوې
سنبله 08, 1402 14:18په دغه سیالۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه پيل کړه او په پنځوس اورونو کې يې د نيپال په وړاندې ۳۴۲ منډې وکړې او ۳۴۳ منډې هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه.
-
اسیا جام: بنګله دېش ته لوی ګوزار، لټین داس له سیالیو بهر شوی
سنبله 08, 1402 14:03د اسیا جام سیالیو تر مخه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ستر ګوزار وخوړ او د لوبډلې مهم لوبغاړی یې له سیالیو بهر شو.