-
چین څخه له راستنیدو وروسته د ایران د ولسمشر څرګندونې
سنبله 13, 1404 12:41د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له چین څخه تر راستنیدو وروسته وویل چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو سره لیدنې او خبرو اترو د دې هیوادونو سره د هوکړې، خواخوږۍ او همکارۍ لپاره یو اساس رامینځته کړی دی.
-
د افغانستان اړوند د پاکستان او چین سیاست څخه د روسیې ملاتړ
سنبله 13, 1404 12:39د افغانستان لپاره د روسیې استازي وویل چې هیواد یې د افغانستان په اړه د پاکستان او چین د پالیسۍ او د امنیتي ګواښونو په اړه د دوی اندیښنو ملاتړ کوي.
-
غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام
سنبله 13, 1404 12:38د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په دوام د دې رژیم جنګي الوتکو نن سهار په غزه ښار او څو نورو سیمو کې د کډوالو استوګنځایونه په نښه کړل، چې لږترلږه پنځه اتیا کسان یې شهیدان کړل.
-
کنړ کې د زلزله ځپلو کورنیو دردونکی حالت
سنبله 13, 1404 12:37د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون ته د کونړ له زلزلې اته سوه پنځوس زیات ټپیان راوړل شوې ، چې په ددغه ټپيانو کې بې سرپرسته زخمیان هم شته ، چې هغو لپاره ځانګړې پنځوس بستريز روغتون فعال شو. په دغه روغتون کې ډيرې ژوبل کسان د هغو کورنيو غړی دې چې د زلزلې له امله يې مینې يې ړنګې او ګڼ مالي زیانونه وراوښتي دي.
-
زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیاتو دوام
سنبله 13, 1404 12:31نن سهار د ریښتر په کچه څلور اعشاریه اووه درجې زلزلې یو ځل بیا کونړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول. زلزله په داسې حال کې وشوه چې په کونړ کې د کنډوالو لاندې د بند پاتې شویو خلکو لټون لاهم دوام لري. د وروستیو شمېرو له مخې په دې زلزله کې دوه زره دوه سوه او پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې زره شپږ سوه څلویښت نور ټپیان شوي دي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 12, 1404 14:00د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکټ ملي ټیم بریا
سنبله 12, 1404 13:59د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي ټیم ته د شل اورونو په لوبه کې د اتلس منډو په توپیر ماتې ورکړه.
-
د ایران ولسمشر بیرته هیواد ته راستون شو
سنبله 12, 1404 13:58د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چین ته د خپل سفر له بشپړولو او د شانګهای په سرمشریزه کې له ګډون وروسته ایران ته ستون شو.
-
په دوهمه نړیوال جنګ کې د جاپان په وړاندې د چین د بریا اتیایمه کلیزه
سنبله 12, 1404 13:57په دوهمه نړیوال جنګ کې د جاپان په وړاندې د چین د بریا اتیایمه کلیزه د چین د پلازمینې بیجینګ په تیان آن من میدان کې ولمانځل شوه.
-
اشغال شوي قدس ښار کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د استوګنې ځای ته نږدې څو موټرونه سوځول شوي دي
سنبله 12, 1404 13:55د صهیونیستي رژیم پولیسو تایید کړه چې په اشغال شوي قدس ښار کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د استوګنې ځای ته نږدې څو موټرونه سوځول شوي دي.