-
د جوزجان طوطي میدان د ګازو د سروې او ایستلو پروژې پیل
سنبله 23, 1404 12:59د جوزجان د طوطي میدان د ګازو د سروې او استخراج پروژه نن د سرپرست حکومت او ازبیکستان د چارواکو په شتون سره پیل شوه.
-
د هیواد ختیځ کې د ځمکرېږد له امله ۲۶۸ زده کوونکي مړه شوي
سنبله 23, 1404 12:58د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد له امله د ښوونځیو او دیني مدرسو دوه سوه اته شپیته زده کوونکي مړه شوي دي.
-
قطر ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر سفر
سنبله 23, 1404 12:57د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ ترڅو د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
-
امریکا،جاپان او سویلي کوریا ته د شمالي کوریا خبرداری
سنبله 23, 1404 12:56شمالي کوریا د متحده ایالاتو، جاپان او سویلي کوریا لخوا راتلونکي ګډ پوځي تمرینات د ځواک بې پروا ننداره بللې او خبرداری یې ورکړی چې پوځي اقدام به ناوړه پایلې ولري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 22, 1404 13:49د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دیپلماتیکې کړنې ته د پاکستان غبرګون
سنبله 22, 1404 13:11د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په مرکزي حکومت کې د ډیپلوماټیکو پریکړو په مرکزي کولو ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې په دې برخه کې د ولایتي حکومتونو خپلواک اقدامات د هیواد اساسي قانون سره په ټکر کې دي.
-
د هېواد زلزله ځپلو سره د مرستې پر وړاندې ننګونې
سنبله 22, 1404 13:10د هیواد په ختیځ کې د ځمکرېږد قربانیان د مرستو او حیاتي خدمتونو له کمښت سره مخ دي، پداسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د ښځو په فعالیتونو سخت محدودیتونه او نړیوال بندیزونه د مرستو رسولو په وړاندې جدي خنډونه بولي. خو سرپرست حکومت د بندیزونو لرې کول د دې پروسې د اسانتیا لپاره یو شرط ګڼي.
-
په غزې د اشغالګرو د نن سهار برید کې د ۷۰ فلسطینیانو شهادت
سنبله 22, 1404 12:41فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار راهیسې په غزه ښار د صهیونیستي رژیم په هوايي بریدونو کې لسګونه کسان شهیدان شوي دي. صهیونیستي رژیم په دې وروستیو ورځو کې په غزه ښار خپل بریدونه پراخ کړي او له اوسیدونکو یې غوښتي چې له ښاره ووځي.
-
کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر
سنبله 22, 1404 12:40د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسیدلی دی.
-
افغانستان څخه د هندي دیپلمات شړلو ادعا رد
سنبله 22, 1404 12:39د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په کابل کې میشت هندي ډیپلومات د نامطلوب عنصر په توګه نه دی ایستل شوی، بلکې د خپل ماموریت له بشپړولو وروسته له افغانستان څخه وتلی دی.