-
د مذاکراتو د ناکامۍ لامل په اړه د متقي څرګندونې
عقرب 19, 1404 12:37د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د پالیسیو په اړه په غبرګون کې ویلي دي یو هیواد چې د اټومي ځواک او پرمختللي پوځ ادعا کوي، د مهاجرینو په وړاندې خپل ځواک کاروي او سوداګرو او ناروغانو ته سوداګریزې لارې بندوي.
-
چابهار کې د سوداګرۍ وزارت د دفتر جوړیدل
عقرب 19, 1404 12:35د سرپرست حکومت سفارت چارسمبالي فضل محمد حقاني د چابهار د آزادې سیمې سازمان اجرایوي رییس محمد سعید اربابي سره په یوه کتنه کې په چابهار بندر کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د استازي دفتر د جوړولو یادونه وکړه.
-
د غزې په څو برخو کې زورورې چاودنې شوي دي
عقرب 19, 1404 12:34د فلسطین رسنیو راپور ورکړی چې صهیونیستي ځواکونو د خلکو کورونه په بمونو الوزوي او ویلي یې دي چې دا کړنې له څو ورځو راهیسې روانې دي. په ورته وخت کې د حماس غورځنګ دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د صهیونیستي رژیم د جرمونو په وړاندې چوپ پاتې نشي.
-
په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون وړاندوینې
عقرب 19, 1404 12:09ټاکل شوې ده چې سبا د عراق پارلماني ټاکنو د رایه اچونې بهیر پیل شي، حکومتي چارواکي د خلکو د پراخ ګډون وړاندوینه کوي.
-
د لاس لیکل شوي پاسپورټ د باطلیدو امکان
عقرب 19, 1404 12:08د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مشر نادر یار احمدي په تهران کې د سرپرست حکومت سفارت سرپرست فضل محمد حقاني سره په یوه لیدنه کې وویل چې ټول افغان کډوال باید برېښنايي پاسپورټونه ولري.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته د ایران چمتوالی
عقرب 19, 1404 12:07د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې هیواد یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
-
د لبنان په خاوره د صهیونیستانو برید
عقرب 19, 1404 12:07د لبنان رسنیو د لبنان په جنوب کې د حولا ښار ته نږدې د دوو لویو چاودنو راپور ورکړی.
-
بلوچستان ایالت کې د جمعیت علمای اسلام د یو مشر وژنه
عقرب 19, 1404 12:06په بلوچستان ولایت کې رسنۍ وايي چې د جمعيت علمای اسلام مشر قاري محمد اعظم د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.
-
د رستمي غېږنیونې سیالۍ
عقرب 19, 1404 12:05د افغانستان د سامبو او کورش فدراسیون چارواکو په هیواد کې د غیږې نیولو ملي سیالیو د دیارلسم پړاو پیل اعلان کړ.
-
ترکیه کې د کابل او اسلام آباد بې پایلې خبرې اترې
عقرب 17, 1404 12:35د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو تېره شپه بې پایلې پای ته ورسېد. د سرپرست حکومت ویاند د خبرو اترو د ناکامۍ پړه د پاکستاني پلاوي پر غیر مسؤلانه چلند واچوله. په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې افغان پلاوی د لیکلي تړون لاسلیک کولو ته چمتو نه و.