-
د غزې په څو برخو کې زورورې چاودنې شوي دي
عقرب 19, 1404 12:34د فلسطین رسنیو راپور ورکړی چې صهیونیستي ځواکونو د خلکو کورونه په بمونو الوزوي او ویلي یې دي چې دا کړنې له څو ورځو راهیسې روانې دي. په ورته وخت کې د حماس غورځنګ دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د صهیونیستي رژیم د جرمونو په وړاندې چوپ پاتې نشي.
-
په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون وړاندوینې
عقرب 19, 1404 12:09ټاکل شوې ده چې سبا د عراق پارلماني ټاکنو د رایه اچونې بهیر پیل شي، حکومتي چارواکي د خلکو د پراخ ګډون وړاندوینه کوي.
-
د لاس لیکل شوي پاسپورټ د باطلیدو امکان
عقرب 19, 1404 12:08د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مشر نادر یار احمدي په تهران کې د سرپرست حکومت سفارت سرپرست فضل محمد حقاني سره په یوه لیدنه کې وویل چې ټول افغان کډوال باید برېښنايي پاسپورټونه ولري.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته د ایران چمتوالی
عقرب 19, 1404 12:07د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې هیواد یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
-
د لبنان په خاوره د صهیونیستانو برید
عقرب 19, 1404 12:07د لبنان رسنیو د لبنان په جنوب کې د حولا ښار ته نږدې د دوو لویو چاودنو راپور ورکړی.
-
بلوچستان ایالت کې د جمعیت علمای اسلام د یو مشر وژنه
عقرب 19, 1404 12:06په بلوچستان ولایت کې رسنۍ وايي چې د جمعيت علمای اسلام مشر قاري محمد اعظم د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.
-
د رستمي غېږنیونې سیالۍ
عقرب 19, 1404 12:05د افغانستان د سامبو او کورش فدراسیون چارواکو په هیواد کې د غیږې نیولو ملي سیالیو د دیارلسم پړاو پیل اعلان کړ.
-
ترکیه کې د کابل او اسلام آباد بې پایلې خبرې اترې
عقرب 17, 1404 12:35د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو تېره شپه بې پایلې پای ته ورسېد. د سرپرست حکومت ویاند د خبرو اترو د ناکامۍ پړه د پاکستاني پلاوي پر غیر مسؤلانه چلند واچوله. په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې افغان پلاوی د لیکلي تړون لاسلیک کولو ته چمتو نه و.
-
ایران څخه افغانستان ته د ۳ میلیون ټنه توکو صادرات
عقرب 17, 1404 12:34د ایران د جنوبي خراسان والي اعلان وکړ چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ماهیرود ګمرک په دې بریالی شو چې افغانستان ته د ایران په صادراتو کې لومړی مقام ترلاسه کړي.
-
د افغان کډوالو د هویت ثابتولو لپاره ایران ته د یوې ډلې لیږل
عقرب 17, 1404 12:33د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند وايي چې د افغان کډوالو د هویت د تایید لپاره به دوهم ټیم په راتلونکو ورځو کې ایران ته واستول شي.