-
په پروان کې د پامیر لوبډله د فوټسال رمضان جام سیالیو اتله شوه
حمل 30, 1402 11:21د پروان ولايت د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې شپاړس ورځې وړاندې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د چاريکار ښار په صادقي ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې وې، پامیر لوبډلې يې اتلولي وګټله. ددغو سياليو پايلوبه د پامير او ياران رشاد لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د پامير لوبډلې ٧-٢ خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه. د يادلو ده چې دغه سيالۍ د ليګ په بڼه په درېيو ګروپونو کې ترسره شوې چې ټولي ٣٣ لوبي پکې وشوې.
-
په بامیان کې د فول رزم یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې
حمل 30, 1402 11:20په بامیان ولایت کې د فولرزم قهرمانان کلب او د فولرزم فدراسیون له لوري د بامیان د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د فولرزم رمضان جام سیالۍ ترسره شوې.
-
په جلال اباد کې د سنوکر رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې
حمل 30, 1402 11:19په ننګرهار ولایت د جلال اباد په ښار کې د ۵۴ جوړو ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې.
-
د شهید عزت الله لوبډلې په جلال اباد کې د فوټسال جام سیالیو اتلولي په خپل نامه کړه
حمل 30, 1402 11:18په جلال اباد کې د فهیم افکار په همکارۍ د فوټسال راپیل شوې سیالۍ ، چې ۱۲ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د شهید عزت الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په بادغیس ولایت کې د فوټسال رمضان جام حذفي سیالۍ پایلوبې ته ورسېدې
حمل 30, 1402 11:17د دغه ولایت په مرکز قلعه ی نو ښار کې د باغیس د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې وړاندې په آریانا لوبغالي کې پیل شوې وې، پایلوبې ته ورسیدې. د سیالیو په نیمه پایلوبه کې برادران او امید فرستان لوبډلو سیالي وکړه، چې په پایله کې د ۸-۷ په توپیر د امید فرستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. په پام کې ده، چې د یادو سیالیو پایلوبه راتلونکې سه شنبه د مرغومي په ۲۹ مه د امید فرستان او برادران لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
-
د راشدخان هېټریک او د رینکو سینګ ۵ شپږیزې
حمل 21, 1402 12:12د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په دیارلسمې سیالۍ کې کلکته نایټ رایډرز د ۳ وېکټو په توپیر ګجرات ټایټانز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
-
په اييپيال سیالیو کې نن بنګلور او لکنو کرېکټ لوبډلې سيالي کوي
حمل 21, 1402 12:09نن دوشنبه د هند غوره لیګ په سیالیو کې د رایل چلینجر بنګلور لوبډله د لکنو سوپر جاینټز پر وړاندې سیالي کوي.
-
خوست؛ د لکڼو والیبال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې
حمل 21, 1402 12:06د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت او والیبال فدارسیون په همغږۍ د لکڼو ځوانانو له خوا د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.
-
په ننګرهار کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
حمل 21, 1402 12:01د ننګرهار ولایت په مرګز معلم اول ګل لوبغالي کې د ۱۰ کلبونو ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د دوو ورځو لپاره د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
-
خوست؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو په دوام دوې لوبې وشوې
حمل 21, 1402 12:00د خوست اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي میدان کې د فوټبال فدراسیون له لوري په لمړي ځل د فوټسال پیل شویو رمضان جام سیالیو پر دوام دوې سیالۍ ترسره شوې.