SAHAR

Afghanistan
  • زنده
  • صفحه اصلی
  • پشتو
  • خبر
  • تلویزیون
  • Afghanistan سحر افغانستان
  • Albanian shqip
  • Azeri Azəri
  • Balkan Balkan
  • Kurdish سورانی
  • Kurmanci Kurmancî
  • Urdu اردو
  • لټون
  • پادكست
  • د خبر برخه
  • لوبې
  • ښځې
  • معلومات
  • کلتور او هنر
  • فلم
  • کتابتون
  • نېغه لار

ورزش

  • په پروان کې د اختریز جام سیالۍ او د جمناسټيک نندارې ترسره شوې

    په پروان کې د اختریز جام سیالۍ او د جمناسټيک نندارې ترسره شوې

    ثور 04, 1402 11:08

    د ځوانانو د هڅونې په موخه د پروان په ورزشي سټډيوم کې دغه سیالۍ د پارکور جمناسټيک ١٠ تنو ورزشکارانو له خواوړاندې شوې.

  • د زابل  ولایت په مرکز کلات ښار شاه حسن خېلو کلي کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

    د زابل ولایت په مرکز کلات ښار شاه حسن خېلو کلي کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

    ثور 04, 1402 11:07

    د اختريز جام په نوم د ١٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې او پنځه ورځې به دوام وکړي. همداراز د زابل په شاجوى ولسوالۍ هم د اختر په مناسبت د نېزې وهنې سيالۍ پيل شوې. دغه راز په ورته وخت کې د یاد ولایت د شاه جوى، ارغنداب، مېزانې، او د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ د ٣٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ هم د نېزې وهنې سيالۍ پيل شوې، چې درې ورځې دوام وکړي.

  • د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

    د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

    ثور 04, 1402 11:05

    د اختر په مناسبت د ښېوې ولسوالۍ په بر کاشکوټ سيمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال ټورنمنټ پيل شو.

  • په کندز کې د کورش او رسۍ کشولو سيالۍ پيل شوې دي

    په کندز کې د کورش او رسۍ کشولو سيالۍ پيل شوې دي

    ثور 04, 1402 11:03

    د ګلتپې ولسوالۍ په سه شنبه بازار سیمه کې د مرکز او ولسوالیو د پنځوس جوړو غوره پهلوانانو تر منځ د کورش سیالۍ پیل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي. د دې ترڅنګ د رسۍ کشولو د ٤ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ هم وشوې، چې فاینل ته یی دګلتپی ځوانانو او د کندز مرکز ځوانانو لار ومونده. د یادو سياليو موخه د هېواد ملي او عنعنوي ورزشونو ته وده ورکول دي.

  • د ننګرهار ولایت  په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پیل شوې دي

    د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پیل شوې دي

    ثور 04, 1402 11:02

    په ننګرهار کې د ځوانانو د هڅونې په موخه او د اختر په مناسبت د واليبال ټورنمنټ پيل شوی.

  • په پکتیکا کې د اختر په مناسبت ورزشي نندارې ترسره شوې

    په پکتیکا کې د اختر په مناسبت ورزشي نندارې ترسره شوې

    ثور 04, 1402 10:58

    په دغو نندارو کې په خوله د پنځو موټرونو کشول کشکول، د تراکتور نيول، په ځان د ټېلر تېرول او په ځان د تيږو ماتول شامل و، چې ګڼ شمېر خلک يې ليدو ته راغلي و. د یادو نمایشونو موخه له ورزش سره د خلکو مینه او علاقه را ژوندي کول دي.

  • د هېواد په ختيځ لغمان ولایت کې د الیبال سیالۍ وشوې

    د هېواد په ختيځ لغمان ولایت کې د الیبال سیالۍ وشوې

    ثور 04, 1402 10:56

    د مهتر لام بابا زيارت په انګړ کې د لغمان د مرکز په ګډون د علينګار، عليشنګ، قرغه يي او بادپښ ولسوالیو منتخبو لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې. د دغو سياليو پایلوبې ته د علينګار او بادپښ منتخبو لوبډلو لار ومونده، چې علينګار لوبډلې ٣-٢ خپلې سيالې لوبډلې ته ماته ورکړه.

  • د ننګرهار په ښېرازه خاوره د ښېوې ولسوالۍ کې د والېبال سیالۍ پیل شوې

    د ننګرهار په ښېرازه خاوره د ښېوې ولسوالۍ کې د والېبال سیالۍ پیل شوې

    ثور 04, 1402 10:54

    په ننګرهار کې د کوچيني اختر په مناسبت د ١٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو. د دغه ټورنمنټ په دوام تېره ورځ دوې لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې بوډيالۍ لوبډلې شګې لوبډلې ته ٢-٠ ماتې ورکړه. دوهمه لوبه د سپين غر او ذاخېلو لوبډلو ترمنځ وشوه چې ٢-٠ سپين غر لوبډلې وګټله. دغه ټورنمنټ به لس ورځې دوام وکړي.

  • په تخار کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

    په تخار کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

    ثور 04, 1402 10:53

    د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ په کوربتوب د څلورو ولسوالیو د پنځوس تنه پهلوانانو ترمنځ د اختر په مناسبت د پهلواني سيالۍ ترسره شوې. دغه سيالۍ د ينګي قلعه ولسوالۍ پهلوانان په بريا سره پاى ته ورسېدې. په پاى کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

  • په سیدآباد او جغتو ولسواليو کې د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې

    په سیدآباد او جغتو ولسواليو کې د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې

    ثور 04, 1402 10:51

    د ځوانانو د هڅونې په موخه او ارامه فضا کې په وردګو ولایت کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې.

نمایش بیشتر
SAHAR TV

© 2022 SAHAR Universal Network. All Rights Reserved.

پشتو
    لټون
    پادكست
    د خبر برخه
    لوبې
    ښځې
    معلومات
    کلتور او هنر
    فلم
    کتابتون
    نېغه لار
خبر
    خبر دری
    آخرین خبرها
    خبر پشتو
تلویزیون
    برنامه ها
    برنامه ها ی تلویزیونی
    فیلم و سریال
    مستند
    خبر
    تولیدات فضای مجازی
    فرکانس
    جدول نشر
    درباره ما
SAHAR
    درباره ما
    تماس با ما
    آر اس اس