میزان 22, 1402 17:33
د ننګرهار اوسيدونکو د فلسطیني مسلمانانو په ملاتړ او د صهیونیستي رژیم پر خلاف لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د صهیونیستي رژيم ظلمونه په کلکو ټکو غندلي او اسلامي هېوادونو او ملګرملتونو څخه يې غوښتي چې فلسطین کې پر مسلمانانو د روانو ظلمونو په اړه په پټه خوله پاتې نشي او د دغه رژیم پر ضد دې ګامونه واخلي.