-
په زابل ولایت کې د ۸۰ زرو کاري فرصتونو رامنځته کېدل خو خلک اوس هم له بې وزلۍ او د کار له نه شتون څخه سرټکوي
جوزا 07, 1402 10:49د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې اتیا زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د دغه ولايت اوسېدونکي په یاد ولايت کې د کار پيدا کولو او د بېوزلۍ د راکمولو لپاره د لا ډېرو اقداماتو غوښتونکي دي.
-
د ننګرهار د لیدنې وړ ښایسته سيمو ته د سيلانيانو ورتلل
جوزا 07, 1402 10:43په تېرو وختونو کې د ناامنیو له کبله دغو سیمو ته د چکر له پاره تلل ناشونی و. د ننګرهار هغه سيمه چې د جګړو له امله ورته تګ ناشونی وه، اوس د سيلانيانو د چکر په ځای بدل شوي.سيلانيان وايي خوښ دی ، چې امن دی او دوی کولی شي هغه سيمو ته لاړ شي، چې په تيرو شلو کلونو ورته تګ ناممکن و.
-
د اوکراین د ولسمشر څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
جوزا 07, 1402 10:41د ایران د بهرنیو چارو وزارت روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو د استولو په اړه د اوکراین د ولسمشر وروستۍ څرګندونې بې بنسټه بللې. د دغه وزارت ویاند ناصر کعاني د زیلینسکي څرګندونې له بې بنسټه ادعاوو سره یوه سیاسي ننداره هم بللې.
-
په عشق آباد کې د افغانستان سفارت لپاره د سوداګریزې اتشې پېژندنه
جوزا 07, 1402 10:35د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یوه خبرپاڼه کې محمد هارون سیدي په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت د سوداګریزې اتشې په توګه ټاکلی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
جوزا 07, 1402 10:33د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
-
د افغانستان د وضعیت په اړه د عشق آباد د دوه ورځنۍ غونډې پای، د ټولګډونه حکومت پر جوړېدا ټینګار شوی
جوزا 07, 1402 10:30په عشق اباد کې دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان د حالاتو په تمرکز سره پای ته ورسېده. د دغې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې په افغانستان کې د يوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو پر لرې کولو ټينګار شوی دی.
-
له امیرخان متقي سره د افغانستان له پاره د ایران د ځانګړي استازي او سفیر لیدنه
جوزا 07, 1402 10:27د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر په کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د خبرو او تفاهم له لارې د حل غوښتنه کړې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 03, 1402 18:57د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
جوزا 03, 1402 18:56د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
-
په کندهار کې د کوکنارو د بدیل کښت پروګرام پیل شو
جوزا 03, 1402 18:50له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې په کندهار کې د کوکنارو د بدیل معیشت پروګرام پیل شو.