د نړۍ مشران باید د افغان مېرمنو او نجونو غږونه واوري.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_women-i8014-د_نړۍ_مشران_باید_د_افغان_مېرمنو_او_نجونو_غږونه_واوري.
ملاله یوسفزۍ وايي چې د نړۍ مشران دې ځانونه نه غلي کوي او د افغان مېرمنو غږ دې واوري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 07, 1401 12:13 Asia/Kabul
  • د نړۍ مشران باید د افغان مېرمنو او نجونو غږونه واوري.

ملاله یوسفزۍ وايي چې د نړۍ مشران دې ځانونه نه غلي کوي او د افغان مېرمنو غږ دې واوري.

نوموړې چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ یوه لاریون ته یې په لندن کې خبرې کولې، وویل: ((د نړۍ مشرانو ! تاسې باید غلي پاتې نه شئ او باید ډېر څه وکړئ. تاسې باید د افغان ښځو او نجونو غږونه واورئ.))

ملاله یوسفزۍ د پېښور په سوات سیمې پورې تړاو لري او هغه وخت مشهوره شوه کله چې يې په هغه ځای کې د ښځو او ددوی د تعلیم په اړه غږ پورته کړ تردې چې ټپي کړل شوه.