میزان 08, 1402 13:35 Asia/Kabul
  • د محبوبه سراج نوم د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو په وروستي نوملړ کې راغلی

د نجونو، ښځو او بشري حقونو افغانې فعالې محبوبه سراج د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ"Peace Research Institute Oslo" (PRIO) د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې د نوماندې په توګه وروستي نوم‌لړ ته لار موندلې ده.

رویټرز خبري اژانس  راپور ورکړی، چې د سولې د نوبل جایزې په نوملړ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، په روسیه کې مخالفه رهبر الکسي ناوالني نومونه هم شامل دي.سربېره پر دې له ایرانه د ښځو د حقونو مخکښه فعاله نرګس محمدي هم د سولې د نوبل جایزې په وروستي نوملړ کې راغلې ده.

هغه له څو کلونو راهیسې په زندان کې وه او د ایران د دولت له سختو مخالفینو څخه ده.له دې وروسته د اسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ اعلان وکړ، چې افغانه فعاله محبوبه سراج او ایرانۍ فعاله نرګس محمدي یې د سولې د نوبل جایزې د ترلاسه کولو لپاره د نوبل کمیټې ته وړاندیز کړی دی.د اسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ د طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړی دی او په افغانستان کې د کړکېچن بشري وضعیت په اړه د نړۍ پام راړول اړین ګڼي.د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو په نوملړ کې د محبوبه سراج د نوم شاملېدل په افغانستان کې د ښځو فعالانو له غبرکونونو سره مل شو.دا لومړی ځل نه دی، جې له افغانستانه څوک د نوبل سولې جایزې ته نوماندېږي. د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشره سیما سمر هم په ۱۳۸۹ کال کې دغې جایزې لپاره نومانده شوې وه.