اسد 05, 1402 11:02 Asia/Kabul
  • شين خال: د لرغونو پښتنو د ښايست معيار

لیک : سردار ولي

نيمه پېړۍ وړاندي چي به کومي ښايستې نجلۍ پر مخ شين خال نه لاره، بدرنګه ګڼل کېده. فولکوريک تاريخ وايي چي افغان مېرمنو کي پر زنه، تندي او شونډو شنه خالونه ښځينه سينګار ګڼل کېده.د اسلام د راتګ وړاندي ساکانو پښتنو د واده تر مخه د نجلۍ پر مخ خال د ښکلا نخښه ګڼل کېده.

تاريخپوه هيروډېټس وايي چي ساکانو٭ کي شين خال د شرافت او پاک لمنۍ سيمبول وو.خالونه چي د اوسني ټټو په شان شين رنګ لري د څو ستنو په يو څای کېدو وهل کېده چي له ويني کېدو وروسته به ئې د چلم اوبه پر تویولې تر څو ژر ورغېږي.

ځيني مورخين په دې اند دي چي غلجو پښتنو تر نورو خالونه ډېر ايښوول، د پښتنو د بيلابيلو ټبرونو خالونه په لاندي ډول وه.هوتک: درې مثلث شکله خالونه …توخي: يو خال پر تندي او پر زنه درې خاله ….ناصر: پر تندي يو خال او څلور خاله پر بارخو …سلیمان خیل علي خیل او اکا خیل: د بادام په څېر ګڼ خالونه…تره کي: د تندي په منځ کي يو ووړ او خام خال…مومند: پر شونډو اوږده ليکه…

ځيني نارينه چي ډېر به نازولي وه او يا به د مور يو زوی وو هم ورته خالونه وهل کېده چي نظر نه سي.پښتو ادب کي په د خال په اړه ډېري غاړي/لنډۍ او نور څه سته چي ځيني يې دا دي:خالونه واړه شنه خالونه٭٭٭د زني خال دي مرور پخلا کوينه

٭ساکان د اوېستاييانو، پارتيانو، ماديانواو پارسيانو ترڅنګه پنځم او پېژندلی آرياني ټبر ګڼل کېږي چي تر ميلاد پېړۍـپېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه (قفقازه) تر شمال لويديز چين، هندو کشميره ستري واکمنۍ رامنځته کړې او د مقدوني سکندر په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندي د خپل اَر ټاټوبي (باکتريا يا بلخ او د آمو شاو خوا سيمو) دفاع کړې او را وروسته يې د لومړي خپلواک افغاني دولت په توګه يوناني- باختري واکمني رامنځته کړه.