-
روسیه کې د سکي افغان ورزشکارانو خپلې سیالۍ پیل کړې
حوت 13, 1401 07:21( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) افغان ورزشکارانو د روسیې په کوزباس ایالت کې د اسیا د ماشومانو لپاره په جوړو سکي سیالیو کې خپلې لومړنۍ سیالۍ ترسره کړې.
-
خپل قد څنګه لوړولی شو؟
حوت 13, 1401 07:18هغه کسان چې متوسط یا هم ټیټ قد لري، نو تل یې هیله دا وي چې خپل قد لوړ کړي. عموماً د هغو کسانو، چې قد یې لوړ وي، په خپل نفس زیات اعتماد لري. وي.
-
اسټرالیا د هند په ماتولو د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته ورسېده
حوت 13, 1401 06:41د هند په ایندور ښار کې د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شوې ټیسټ سیالي په درېیمه ورځ پایلې ته ورسېده چې، اسټرالیا خپل کوربه ته په ۹وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د ټیسټ اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه.
-
کرېکټ؛ د دولسو ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
حوت 13, 1401 06:36د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې له لوري د روان ۲۰۲۳ ز کال لومړۍ درجه(ګریډون) ولایتي سیالۍ پیل شوې.
-
افغان سوک وهونکی محمد ذکريا زماني د اسيا د اتلولۍ پر کمربند لوبه لري
حوت 13, 1401 06:29افغان سوک وهونکی/بوکسر محمد ذکریا زماني د اسیا د WBA د اتلولۍ پر کمربند لوبه لري. دی به سبا سهار د WBA له اوسني اتل تیرا کرام سره مخ شي چې د ټایلند په کچه لومړی او په نړۍ کې ۷۷يم ځای لري. ټایلندی لوبغاړی ۴۶ بریاوې او یوه ماته لري. افغان سوک وهونکی بیا پنځه بریاوې او یوه ماته لري چې، هغه یې له خپل اوسني سیاله په مخکینیو سیالیو کې لیدلې وه.
-
والیبال ملي لوبډله له څو بریاوو وروسته کابل ته ستنه شوه
حوت 13, 1401 05:06د افغانستان د والیبال ملي لوبډله، چې د فبرورۍ په ۲۰ مه د والیبال په سیالیو کې د ګډون په موخه مالدیف هېواد ته تللې وه، پرون د دغو سیالیو له پای ته رسېدو او پرله پسې بریاوو وروسته هېواد ته راستنه شوه.
-
په بادغیس کې د غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
حوت 10, 1401 07:55په بادغیس ولایت کې د ٣٠پهلوانانو تر منځ د غېږ نيونی سیالۍ تر سره شوې.
-
د بغلان ولایت د غېږنېنونې ملي لوبډلې د غوراوي اووم پړاو سیالۍ پيل شوې
حوت 10, 1401 07:51د بغلان ولایت په کوربتوب د کورش او رستمي غېږنينونې ملي لوبډلې د غوراوي اووم پړاو سیالۍ پيل شوې.
-
پنجشېر کې د سياليو د پلان جوړونې په اړه ښوونيز سمينار ترسره شو
حوت 10, 1401 07:49په پنجشېر ولايت کې د سياليو د پلان جوړونې او لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه ښوونيز سمينار ترسره شو.
-
سمنګان؛ په دره صوف ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
حوت 08, 1401 07:59دره صوف ولسوالۍ د لوړې او ټېټې درې د چاپندازانو ترمنځ دوه ورځې مخکې د وزلوبې پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې.