-
په کندهار کې د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سياليو اتلولي لياقت افغان لوبډلې خپله کړه
حمل 26, 1402 12:14په کندهار ولايت کې د کرکټ د يوه تن لوبغاړي باچا بارک له لوري د کرکټ ټېپ بال سياليو اتلولي لياقت افغان لوبډلې خپله کړه.
-
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۱هــ ش کال ورزشي فعالیتونه
حمل 26, 1402 12:12د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د سپورټ د ودې او پرمختګ په برخه کې، تېرو کلونو ته په کتو د پام وړ هڅې کړي او د سپورټ په مختلفو برخو کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.
-
په لغمان کې د کيک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې
حمل 26, 1402 12:11د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په غوښتنه د کيک بوکسنګ فدراسيون له لوري د قرغه يۍ ولسوالۍ او د مرکز کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
-
په کابل کې د روژې مياشتې په مناسبت د تکواندو يوولسم پړاو ازادې سيالۍ پيل شوې
حمل 26, 1402 12:09په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تکواندو ملي فدراسیون په تمريناتي ځای کې، د روژې مياشتې په مناسبت د کوچنيانو، وړو ماشومانو او نويو ځوانانو په سني کټګوريو کې د تکواندو يوولسم پړاو ازادې سيالۍ پيل شوې.
-
غزني؛ د جاغوري ولسوالۍ د فوټسال رمضان جام سياليو د کواټر فائنل دوې سيالۍ ترسره شوې
حمل 26, 1402 12:08د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ د فوټسال رمضان جام سياليو په دوام د کواټر فائنل دوې سيالۍ ترسره شوې.
-
د خوست فوټسال رمضان جام سیالیو پایلوبې ته ګربز لوبډلې لار ومونده
حمل 26, 1402 12:06د خوست ولایت د اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي میدان کې د فوټبال فدراسیون له لوري په لومړي ځل د فوټسال پیل شویو رمضان جام سیالیو پایلوبې ته ګربز لوبډلې لار ومونده.
-
په نرخ ولسوالۍ سنځي شمشېر کلي کې د قوت الرمي رسمي کلپ پرانستل شو
حمل 26, 1402 12:04د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ په سنځي شمشېر کلي کې د لومړي ځل لپاره د بدني روزنې او ورزش آمریت د قوت الرمي فدراسیون له لوري د «عمر مبارز هوتک» په نوم معیاري او رسمي کلپ پرانستل شو.
-
خوست؛ د لکڼو د والیبال رمضان جام سیالیو په دوام نن دوې لوبې وشوې
حمل 26, 1402 07:59د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د والیبال فدراسیون مربوط د لکڼو ځوانانو له خوا د رمضان جام دویم پړاو سیالیو په دوام نن دوې لوبې ترسره شوې.
-
هلمند؛ د فوټسال رمضان جام په سیالیو کې اتو لوبډلو کواټر فاینل ته لار ومونده
حمل 26, 1402 07:58د هلمند رمضان جام سیالیو کواټر فاینل ته د ( سباوون هاشمي، ذوالفقار، قیس غني، صادقي، هلمند، ودان، جبار نورزي او نور سخي) اتو لوډلو لار پیدا کړه.
-
اييپيال: نن بنګلور او لکنو کرېکټ لوبډلې سيالي کوي
حمل 23, 1402 08:59ټاکل شوې چې نن دوشنبه د هند غوره لیګ په سیالیو کې د رایل چلینجر بنګلور لوبډله د لکنو سوپر جاینټز پر وړاندې سیالي وکړي.