راجستان رایلز و کولای شول ممبې لوبډلې ته ماتې ورکړي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i31735-راجستان_رایلز_و_کولای_شول_ممبې_لوبډلې_ته_ماتې_ورکړي
د هند سوداګریزو سیالیو په دوام راجستان رایلزو کولای شول ممبې اینډینز ته ماتې ورکړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 14, 1403 10:35 Asia/Kabul
  • راجستان رایلز و کولای شول ممبې لوبډلې ته ماتې ورکړي

د هند سوداګریزو سیالیو په دوام راجستان رایلزو کولای شول ممبې اینډینز ته ماتې ورکړي.

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام تیر ماښام په شپږ دیرشمه لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې لوبډلې ممبې انډین ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.په دې لوبه کې ممبې لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یي د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره دې بریالي شول چې یوسلو پنځه ویشت منډي ترسره کړي.په مقابل کې راجستان رایلز لوبډلې دغه هدف په خورا آسانې سره پنځلسم آور کې پوره کړ او دغه لوبه یې د ځان په ګټه پای ته ورسوله.ټاکل شوې په دې لیګ کې نن د بنګلور او لکڼو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.