افغانستان په کرکټ کې خپله ۳۰۰مه نړیواله لوبه کوي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i30170-افغانستان_په_کرکټ_کې_خپله_۳۰۰مه_نړیواله_لوبه_کوي
افغانستان د چهارشنبې په ورځ په ابوظهبۍ کې خپله ۳۰۰مه نړیواله لوبه پیل کړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 10, 1402 08:12 Asia/Kabul
  • افغانستان په کرکټ کې خپله ۳۰۰مه نړیواله لوبه کوي

افغانستان د چهارشنبې په ورځ په ابوظهبۍ کې خپله ۳۰۰مه نړیواله لوبه پیل کړه.

د افغانستان ۳۰۰مه لوبه د ایرلنډ په خلاف ټست لوبه ده.

افغانستان په لومړي ځل خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ کال د سکاتلنډ په خلاف وکړه او ویې ګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې په دې اړه لیکلي دي: «افغان لوبډلې په دې موده کې ۱۶۴ نړیوالې یو ورځنۍ، ۱۲۷ نړیوالې شل اوریزې او اته د ټست لوبې ترسره کړې دي.»

د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس افغانستان د ۱۶۴ نړیوالو یوې ورځنیو لوبو څخه یې ۷۷ ګټلې دي او ۸۲ یې بایللې دي. همدغه راز په شل اوریزو سیالیو کې یې ۴۷ بایللې او ۷۷ یې ګټلې دي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د ټست (پنځه ورځو لوبه) لوبو امتیاز ترلاسه کړ. افغانستان تر دې دمه اووه ټست لوبې کړې چې څلور یې بایللې، دوې یې ګټلې او یوه یې مساوي شوې ده. اتمه ټست لوبه یې په ابوظهبۍ کې له ایرلنډ سره روانه ده.

افغانستان د دغې پنځۍ ورځنۍ لوبې په لومړۍ ورځ ۱۵۵ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول. د ورځې تر پای پورې یې د ایرلنډ څلور لوبغاړي اوټ کړي وو او هغوی ۱۰۰ منډې کړې وې. د دغې لوبې دویمه ورځ نن پنجشنبه فبروري ۲۹ (حوت لسمه) پیلیږي.