د اسیا په المپیکي سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ګډون
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i21690-د_اسیا_په_المپیکي_سیالیو_کې_د_افغان_ورزشکارانو_ګډون
د چین په اسیايي لوبو کې ۸۴ افغان ورزشکارانو ګډون کړی.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
میزان 03, 1402 13:54 Asia/Kabul
  • د اسیا په المپیکي سیالیو کې د  افغان ورزشکارانو ګډون

د چین په اسیايي لوبو کې ۸۴ افغان ورزشکارانو ګډون کړی.

د چين هېواد په هانګ جو ښار کې د اسيا المپيکي سياليو د نولسم پړاو پرانيسې مراسم ترسره شول، چې د ۴۵ اسيايي هېوادونو ورزشکارانو او د المپيک ملي کمېټې استازو ګډون کړی.

له افغانستان څخه هم په دې مراسمو کې ۸۴ ورزشکارانو او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې استازو شتون درلود.

د چين هېواد د مسولينو په يادو سيالیو کې د ګډونوالو هرکلی کړی او هم يې زياته کړې، چې ورزش د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د يووالي بهترينه وسيله ده.

د یادونې وړ ده چې د يادو سياليو د پيل له مراسمو څخه وروسته به د افغان ورزشکارانو لوبې هم پیل شي، چې په ۱۵ مختلفو رشتو کې به افغان ورزشکاران سيالۍ ترسره کړي.