کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله پاکستان ته رسېدلې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i20545-کرکټ_د_افغانستان_ملي_لوبډله_پاکستان_ته_رسېدلې
په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 07, 1402 07:25 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله پاکستان ته رسېدلې

په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.

د پاکستان د کرکټ بورډ په خپلو ټولنیزو پاڼو تاييد کړې چې افغان ملي لوبډله نن غرمه مهال یاد هېواد ته رسېدلې او په سختو امنیتي تدابیرو کې له هوايي ډګره هوټل ته لېږدول شوې ده.

د افغانستان ملي لوبډلې په سریلانکا کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ درې د صفر پر وړاندې یاد هېواد ته وبایلله.

تر یادې لوبلړۍ وروسته د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې اسیا جام سیالیو ته د اګست په ۲۷مه نېټه ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې ځیني پخواني لوبغاړي هم بېرته لوبډلې ته وربلل شوي دي.

ټاکل شوې چې د اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه د شپږو هېوادونو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ پيل شي.

د افغانستان ملي لوبډله به د سپټمبر په ۳مه نېټه له بنګله‌دېش او د همدې میاشتې په ۵مه نېټه له سریلانکا سره په قذافي لوبغالي کې سیالۍ وکړي.