افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نن دویمه لوبه کوي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i20328-افغانستان_او_پاکستان_کرکټ_ملي_لوبډلې_نن_دویمه_لوبه_کوي
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د پنځوس اوریزو لوبو د روانې لوبلړۍ دویمه سیالي ترسره کوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 02, 1402 06:48 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نن دویمه لوبه کوي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د پنځوس اوریزو لوبو د روانې لوبلړۍ دویمه سیالي ترسره کوي.

لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو د سریلانکا په مهندا راجاپاکسا لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې د دې لوبلړۍ لومړنۍ سیالي پاکستان ته بایللې ده.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ایران ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې پرون د مرکزي اسیا یا کافا اتلولیو په ترڅ کې ترسره شوه، افغانستان د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې یو یو ګول ترسره کړ او په دې سره یې د ایران پیاوړې لوبډلې ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.