د بدخشان بهارک ولسوالۍ کې د والیبال
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i12702-د_بدخشان_بهارک_ولسوالۍ_کې_د_والیبال
ژمنۍ سیالیو اتلولي نخبګان لوبډلې وګټله.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 26, 1401 08:14 Asia/Kabul
  • د بدخشان بهارک ولسوالۍ کې د والیبال

ژمنۍ سیالیو اتلولي نخبګان لوبډلې وګټله.

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په کوربتوب د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د "زمستاني" په نوم د والیبال سیالۍ د نخبګان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د والیبال فدراسیون له خوا د بهارک مرکز او نږدې ولسوالیو په ګډون پیل شوې وې پایلوبې یې د " نخبګان او ربابي سیمې" لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د نخبګان په اتلولۍ او د ربابي سیمې په دویم مقام پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو موخه د بهارک ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او وررش ته د ځوانانو هڅول و.

د پایلوبې په مراسمو کې د سیمه ییزو او ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د پای په مراسمو کې د مسوولینو له خوا ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ، ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.