د عربي اماراتو شل‌اوریز نړیوال لیګ پرانېستل شو.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i10745-د_عربي_اماراتو_شل_اوریز_نړیوال_لیګ_پرانېستل_شو.
په عربي اماراتو کې د شپږو لوبډلو له لوري تجارتي سیالۍ پيليږي چې افغان لوبغاړي هم په کې لوبیږي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 24, 1401 07:47 Asia/Kabul
  • د عربي اماراتو شل‌اوریز نړیوال لیګ پرانېستل شو.

په عربي اماراتو کې د شپږو لوبډلو له لوري تجارتي سیالۍ پيليږي چې افغان لوبغاړي هم په کې لوبیږي.

(DPW ILT20)

د لومړۍ ځل لپاره د متحده عربي اماراتو شل‌اوریز نړیوال لیګ د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۱۰ افغان لوبغاړو په ګډون پیل شو.

د دغه لیګ پرانیستې ته د هندستان نوموتی سینمایي لوبغاړی شاه رخ خان ورغلی و، چې تود هرکلی یې شوی.

د متحده عربي اماراتو شل‌اوریز نړیوال لیګ کې حضرت‌الله ځاځی، فضل‌الحق فاروقي، ظاهرخان، رحمن‌الله ګربز، نجیب‌الله ځدراڼ، محمدنبي، مجیب‌الرحمن، قیس احمد، نوراحمد لکڼوال او نوین‌الحق هغه افغان لوبغاړي دي چې بېلابېلو لوبډلو کې اخېستل شوي.

د معلوماتو له مخې د دغه لیګ ډېری لوبډلې د هندستان سوداګریز لیګ IPL لوبډلو څښتنانو له لوري اخېستل شوي دي.