د خبر برخه
-
ننګرهار ولایت کې د شکرې کنترول مرکز
عقرب 26, 1404 17:33ننګرهار ولایت کې د خاتم الانبیا د شکرې کنترول مرکز چې ایران اسلامي جمهوریت په مرسته جوړی شوی، هر ورځ په کې روغتیاپالان له سلو تر یونیم سلو ناروغانو درملنه کوي. دغه مرکز ته راغلی ناروغان له شته خدماتو خوښ دی، خو دغه مرکز ته د دارو درملو او وسایلو په برخه کې د پاملرنه غوښتنه کوي.
-
د ایران منځګړیتوب څخه د پاکستانه هرکلی
عقرب 26, 1404 17:32وروسته له هغه چې ایران د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ثبات د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وویل، "ایران د پاکستان یو ورور او دوست هیواد دی او موږ د تهران د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کوو."
-
المسیره سره د ایران اټومي انرژۍ ادارې د مشر خبرې
عقرب 26, 1404 17:32د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د یمن له المسیره تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د ایران پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو برید د هیوادونو د علمي وړتیاوو په نښه کولو په تاریخ کې بې ساري دی.
-
صهیونیزم؛ لویدیځې آسیا سیمه کې لوی ګواښ
عقرب 26, 1404 17:31د اکسفورډ ټولنه چې په انګلستان کې د زده کړیالانو یو له پخوانیو اتحادیو څخه ده د یوې جنجالي غونډې په وروستۍ رایه اچونه کې صهیونیستي رژیم د لویدیځې آسیا د ثبات لپاره یو لوی ګواښ وباله
-
د صهیونیستي رژیم بې پایلې اهداف
عقرب 26, 1404 17:30د لبنان په پارلمان کې مقاومت ته د وفاداره ډلې غړي ویلي دي چې د "لوی اسراییل" په نوم د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خوب به ریښتیا نشي.
-
د بنګلادېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه
عقرب 26, 1404 17:29د بنګله دیش د جرمونو نړیوالې محکمې د دغه هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور په غیاب کې د مرګ سزا واوروله.
-
د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ مهمه لوبه
عقرب 26, 1404 17:28د اسیا د ځوانانو په شل اوریز کریکټ جام کې نن د افغانستان د کریکټ الف لوبډله د بنګله دیش له الف لوبډلې سره لوبه لري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 22, 1404 16:36د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د هلمند حقابه کې پر ژمنې د مجاهد ټینګار
عقرب 22, 1404 16:35د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کندهار ولایت کې صدا او سیما ته وویل چې کابل د هلمند د حقونو تړون ته ژمن دی.
-
اسلام آباد سره د کړکېچ حل څخه د کابل هرکلی
عقرب 22, 1404 16:34د سرپرست حکومت د بهرنیو چار وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره د لیدنې پر مهال د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیا په اړه خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ستونزې به د خبرو اترو له لارې حل شي