اورته/وړۍ اوبدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i6339-اورته_وړۍ_اوبدل
په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې له وړیو د لمڅي اوبدلو دود له پخوا دود دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
عقرب 08, 1401 10:41 Asia/Kabul
  • اورته/وړۍ اوبدل

په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې له وړیو د لمڅي اوبدلو دود له پخوا دود دی.

اورته/وړۍ اوبدل:

افغانستان او پښتونخوا کي د وړيو د لاسي لمڅی اوبدلو صنعت لرغونی تاريخ لري، د پښتنو لمڅيو له ځانګړو انځورونو او ښکليو رنګونو څخه د تبت د نساجۍ کولتور ځانګړتياوې ليدل کيږي. ممکن پخوا پښتنونخوا کي د کوچيتوب په لومړي وخت کي له بادونو او بارانونو څخه د پناه وړلو او د ځان د تودولو په موخه وړۍ اوبدل، ورپسې د جامو د اوبدلو مهارت له بنسټيزو اړتياوو څخه يو مهم صنعت وګرځېد.

د وړيو اوبدولو بهير ډېر پېچلی دی، دوه تنه اوبدونکي په ګډه په يوه مياشت کي يوازي د وړيو يو عام لاسي ګيټ بشپړولی سي.

کندهار، ږوب، فراه، هلمند، قلات، روزګان، پښين او نږدې سيمو کي دې ته اورته وايي، تاسي يې څه بولی؟