پاکستانی فلم 'دهای چال' به په دسمبر میاشت کې نندارې ته وړاندې شي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i21120-پاکستانی_فلم_'دهای_چال'_به_په_دسمبر_میاشت_کې_نندارې_ته_وړاندې_شي
ټاکل شوې چې په پاکستان کې د هند د لاسوهنې پر بنسټ جوړ شوی پاکستانی فلم 'دهای چال' د روان کال په ډسمبر میاشت کې نندارې ته وړاندې شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 20, 1402 13:52 Asia/Kabul
  • پاکستانی فلم 'دهای چال' به په دسمبر میاشت کې نندارې ته وړاندې شي

ټاکل شوې چې په پاکستان کې د هند د لاسوهنې پر بنسټ جوړ شوی پاکستانی فلم 'دهای چال' د روان کال په ډسمبر میاشت کې نندارې ته وړاندې شي.

د "دهای چال" د فلم درې کاله وړاندې په ۲۰۱۹ کې د جوړیدو خبر ورکړل شوی و او تمه وه چې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربع کې به یې نندارې ته وړاندې شي، خو داسې ونه شول.

له پرله پسې ځنډ وروسته د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې یې د پردې د نندارې ته هم اشاره شوې وه چې د ۲۰۲۲ په جون کې به خپور شي.

خو یو ځل بیا د نامعلومو لاملونو له امله دا فلم خپور نه شو او اوس تر اوږده ځنډ وروسته د فلم د نوي موشن پوسټر په خپرولو سره اعلان شوی چې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په اتمه به نندارې ته وړاندې شي.

نوی خپور شوی موشن پوسټر تاییدوي چې فلم به د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په اتمه نېټه په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.