عینو مېنه کې د دودیزو لوبو نندارې وړاندې شوې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i14349-عینو_مېنه_کې_د_دودیزو_لوبو_نندارې_وړاندې_شوې
د کندهار په عینو مېنه کې د جمعې پر ورځ د لومړي ځل لپاره د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د اس ځغلونې فدراسیون په همکارۍ د اس ځغلونې او د دودیزو لوبو نندارې ترسره شوې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 27, 1401 09:01 Asia/Kabul
  • عینو مېنه کې د دودیزو لوبو نندارې وړاندې شوې

د کندهار په عینو مېنه کې د جمعې پر ورځ د لومړي ځل لپاره د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د اس ځغلونې فدراسیون په همکارۍ د اس ځغلونې او د دودیزو لوبو نندارې ترسره شوې.

د کندهار په عینو مېنه کې د جمعې پر ورځ د لومړي ځل لپاره د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د اس ځغلونې فدراسیون په همکارۍ د اس ځغلونې او د  دودیزو لوبو نندارې ترسره شوې.

  په دې ننداریز جشن کې نږدې ۸۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د څلوېښتو شاوخوا پکې د اس ځغلونې ورزشکاران وو.

 د یادو نندارو لیدنې ته زرګونه مینوال ورغلي وو او پکې د اس ځغلونې، نښه ویشتنې او په سر د چهارمغزو ماتولو او د وزن جګولو محلي نندارې وړاندې شوې.

 

ځایي خلکو په دې نندارو خوښي وښوده او د ورزشکارانو په ملاتړ یې ټینګار وکړ.