د کرکټ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto-i30992-د_کرکټ_نړیوالې_شل_اوریزې_سیالۍ
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې ایرلنډ څخه ماتې وخوړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 26, 1402 10:44 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې ایرلنډ څخه ماتې وخوړه.

د دې لوبې لومړۍ پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. ایرلینډ په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره یوسلو نهه څلویښت مندې جوړې کړې. بلخوا ونه کولای شول دغه هدف ترلاسه کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازي یوسلو یولس منډې ترسره کړې.

د کرکټ میدان ته راستون شوی راشد خان د نن شپې په لوبه کې وتوانید چې د ایرلنډ درې ویکټې واخلي او محمد اسحاق شیرزاد هم دوه دیرش او همدا راز ننګیال خروټې په دې لوبه کې غوره کارکردګي وکړه.

د دغو دواړو لوبډلو راتلونکې دوه لوبې به په شل اوریزه بڼه د مارچ په اولسمه او اتلسمه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغاړي کې ترسره شي.