له ۶۵ کلن مزل وروسته له موسیقۍ سره د استاد مهوش مخه ښه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_women-i24674-له_۶۵_کلن_مزل_وروسته_له_موسیقۍ_سره_د_استاد_مهوش_مخه_ښه
د افغانستان مشهورې ښځینه هنرمندې استاد مهوش په امریکا کې د یوه کنسرت پر مهال خپله وروستۍ سندره زمزمه او له ۶۵ کلن هنري فعالیت وروسته له موسیقۍ سره مخه ښه وکړه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 01, 1402 09:26 Asia/Kabul
  • له ۶۵ کلن مزل وروسته له موسیقۍ سره د استاد مهوش مخه ښه

د افغانستان مشهورې ښځینه هنرمندې استاد مهوش په امریکا کې د یوه کنسرت پر مهال خپله وروستۍ سندره زمزمه او له ۶۵ کلن هنري فعالیت وروسته له موسیقۍ سره مخه ښه وکړه

هغې د امریکا په ویرجینیا کې د جوړ شوي کنسرت پر مهال د )( وقتی عاشق شوی راز دل ته ګفته نتوانی) سندره وویله او له خپلو مینه والو سره یې مخه ښه وکړه.

مهوش ته د داود خان د واکمنۍ پر مهال د موسیقۍ د استادۍ لقب ورکړل شوی و.

هغه د افغاني موسیقۍ له مهمو ښځینه سرلارو څخه ګڼل کیږي چې په څو نسلونو کې د پام وړ مینه وال لري.

مهوش له دې امله، چې عمر یې خوړلی او د سندرو ویلو نوره انرژي نه ده ورپاتې، خواشیني وښوده او په اوښلنو سترګو یې د خپلو مینه والو له مینې مننه وکړه.