د کرکټ بورډ لخوا د پاکستان او اماراتو سره د درې اړخیزه لوبو ترسره کولو وړاندیز
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i34980-د_کرکټ_بورډ_لخوا_د_پاکستان_او_اماراتو_سره_د_درې_اړخیزه_لوبو_ترسره_کولو_وړاندیز
د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخیزو لوبو لړۍ او همدا راز یې دغه هېواد ته د بنګله دېش او زمبابوۍ د الف لوبډلو د سفر وړاندیز کړی .
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 02, 1403 10:47 Asia/Kabul
  • د کرکټ بورډ لخوا د پاکستان او اماراتو سره د درې اړخیزه لوبو ترسره کولو وړاندیز

د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخیزو لوبو لړۍ او همدا راز یې دغه هېواد ته د بنګله دېش او زمبابوۍ د الف لوبډلو د سفر وړاندیز کړی .

د دې طرحې وړاندیز د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي رئیس میرویس اشرف په حضور کې په کولمبو کې د کرکټ د نړیوالې شورا د رییسانو په کلنۍ غونډه کې وشو.

په ورته وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا او د غونډې د ګډونوالو له لورې په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې د لاسته راوړنو څخه ستاینه کړې.

باید وویل شي، چې افغانستان د راشد خان په مشرۍ د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو کې اسټرالیا او نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره د نړۍ پام ځآنته را وګرځآوه.

که څه هم دوی په نیمه پایلوبه کې د سویلي افریقا په وړاندې ماتې وخوړه، خو دوی وکولی شول په دې سیالیو کېد ستاینې وړ کارکردګي نندارې ته وړاندې کړي.