دوه افغان سوک وهونکو د روسيې سياليو کې د برونزو مډالونه وګټل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i34572-دوه_افغان_سوک_وهونکو_د_روسيې_سياليو_کې_د_برونزو_مډالونه_وګټل
د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ادراې خبر ورکړ، چې د دوی دوو افغان لوبغاړو د سوک وهنې په سيالیو کې دریم مقام په خپل نوم کړی او دوه د برونزو مډالونه يې ګټلي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 18, 1403 08:43 Asia/Kabul
  • دوه افغان سوک وهونکو د روسيې سياليو کې د برونزو مډالونه وګټل

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ادراې خبر ورکړ، چې د دوی دوو افغان لوبغاړو د سوک وهنې په سيالیو کې دریم مقام په خپل نوم کړی او دوه د برونزو مډالونه يې ګټلي دي.

د افغانستان بدنې روزنې او ورزش ادارې د شنبې په ورځ ويلي، چې افغان لوبغاړي مجتبا حيدري په ۴۸ کيلو ګرامه وزن د سوک وهنې په برخه کې خپل اذربایجانی سيال مات کړ.

دوی زياتوي، چې همدې سيالیو کې فردوس نجيبي بيا په ۷۵ کيلو ګرامه وزن کې د سوک وهنې په برخه کې خپل ازبکستاني سيال ته ماتې ورکړه.

دواړو افغان لوبغاړو د «يوې بريا او دوهمې استراحت» په پايله کې د سياليو نيمه پايلوبو ته ځان ورساوه او د برونزو مډالونو په ګټلو یې دريم مقام په خپل نوم کړ.

دغو سيالیو د اسيايي هېوادونو د سوک وهنې لوبغاړو ترمنځ لس ورځي دوام وکړ.