یمن څخه د اشغال شویو سیمو په لور توغندی توغول شوی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44101-یمن_څخه_د_اشغال_شویو_سیمو_په_لور_توغندی_توغول_شوی
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د بن ګوریون هوايي ډګر په نښه شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 15, 1404 13:16 Asia/Kabul
  • یمن څخه د اشغال شویو سیمو په لور توغندی توغول شوی

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د بن ګوریون هوايي ډګر په نښه شوی دی.

د سریع په وینا د یمن وسله والو ځواکونو د فلسطین دوه هایپرسونیک توغندیو سره عملیات ترسره کړل چې د عملیاتو هدف ترلاسه شو. سریع زیاته کړه چې د عملیاتو وروسته په هوایی ډګر کې الوتنې وځنډول شوې او په میلیونونو صهیونیستان پناه ځایونو ته وتښتېدل.په ورته وخت کې صهیونیستي رسنیو راپور ورکړ چې یمن څخه اشغال شوي فلسطیني سیمو ته د توغندي د توغولو وروسته د بن ګوریون هوايي ډګر تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی دی.د صهیونیستي رژیم ځواکونو وویل چې هیڅ الوتکې ته به اجازه ورنکړل شي چې په هوایی ډګر کې کښیني یا الوتنه وکړي تر هغه چې پوځ اسمان خوندي اعلان نه کړي.