قوس 03, 1403 16:45 Asia/Kabul
  • روان کال د مرستندوینه کارکونکو د وژل کیدو زیاتوالی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، سږ کال په ټوله نړۍ کې دوه سوه یو اتیا مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.

اوچا وویل چې دا کال د مرستندویه سازمانونو د جوړولو په تاریخ کې ترټولو خونړی کال و.د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر ویاند ویلي، د غزې، یمن، اوکراین، جنوبي سوډان او افغانستان په څېر سیمې سږ کال د مرستندویه کارکوونکو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه بلل شوي دي.هغه وويل چې دا د مرستندويه کارکوونکو د وژلو په برخه کې يو نوى ريکارډ دى چې پخوا نه دى شوى.فلیچر ویلي چې د اکټوبر له اوومې راهیسې یوازې په غزه کې تر درې سوه دېرش ډېر مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي