د ایران سمندري ځواکونو د قوماندان څرګندونې
قوس 03, 1403 16:43 Asia/Kabul
جنرال شهرام ایراني نن د ایران د سمندري ځواکونو د ورځې په مناسبت یوه مطبوعاتي ناسته په لاره واچوله
ایراني جنرال د خپلو خبرو په پیل کې ټینګار وکړ چې د صهیونیستي رژیم ټول هغه بریدونه غندي چې په میدان کې د مقابلې توان نلري خو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملیکانو ژوند اخليهغه ټینګار وکړ چې د ایران د ټولو خلکو په ګډون سره به یو ځواکمن ایران رامنځته شي او په دې توګه به د ایران واکمنی نړیوالو ته وښودل شی.د ایران د سمندری ځواکونو قوماندان ټینګار وکړ امریکا اوس په نړۍ خپل تسلط له لاسه ورکړی او نړیواله ټولنه د څو قطبي کیدو په لور روانه ده .هغه تاکید وکړ چې اوس د ایران دښمنان په دې پوه شوي دي چې هغه به نه منزوي کېږي او لګول شوي بندیزونه به د دغه هیواد د خلکو په موقف هیڅ اغیز ونکړی.