سالنګ کې درنه واوره
قوس 03, 1403 16:42 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، په سالنګ کې سخته واوره او باران وریږي، خو له دې سره سره؛ د سالنګ لویه لار لا هم د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.
محمد اشرف حق شناس نن په يوه خبرپاڼه کې ټينګار وکړ چې د جنوبي او شمالي سالنګونو د ساتنې او څارنې د رياست مسوولين د پېښو د مخنيوي لپاره چمتو دي.هغه ټینګار وکړ، چې پر دې لاره باید موټر چلوونکي د خوندیتوب لارښوونو ته پام وکړي او په ځانګړي ډول د ژمي اسانتیاوې لکه باراني کوټونه راوړي.د سالنګ لویه لار هر کال په ژمي موسم کې د واورو او سختو طوفانونو شاهده وي.خو ناڅاپي طوفانونه چې ډیری وختونه د دې لویې لارې د بندیدو لامل کیږي.