دلو 06, 1401 08:15 Asia/Kabul

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس سره په لیدنه کې ویلي، چې کار او زده کړو ته د ښځو د نه پرېښودلو چاره دایمي نه ده، بلکې د ده په وینا د زدکړو په برخه کې د طالب چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف دی چې حل به شي.